د ايران د حج او زيارت د طبی مركز رئيس سيدعلی رياض د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په دې بيان سره چې د عمرې په سيزن كښې يو شمير CPR په كاميابه توګه ترسره شول، څرګنده كړه: له نيكه مرغه هغه نهه زره نرسان چې له څو كلونو راهيسې د انتظار په لسټ كښې وو په يو انټرنیټی امتحان كښې هغه ټول غوره شوی او په حاضر حال كښې هم په كاروانونو كښې نوم ليكونكی كسان د تعليمی دورو د تيرولو په حال كښې دی.
دوی عربستان ته د حج په موسم كښې د اړتيا وړ روغتيائی تجهيزاتو او درملو لیږلو ته په اشارې سره زياته كړه: تراوسه پورې مو عربستان ته د اړتيا وړ څه باندې ١٢٠ټنه دارو او روغتيائی اوزار او تجهيزات لیږلی دی او د حج په سيزن كښې د استفادې لپاره د ايران د روغتيائی مركزونو په ګودامونو كښې مو ذخيره كړی دی. 1071594