اماراتو ته د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لېږل شوی خبريال د رپوټ له مخې په يو لړ مراسمو كښې چې تېره شپه د زمری په شپاړسمه نېټه د دبۍ د انعام نومې د قران شريف د حفظ د نړيوالو سياليو او د اجمل الترتيل د سيالۍ په ترڅ كښې د دبۍ د تجارت او صنائعو په مركز كښې جوړ شول د دبۍ واكمن مشاور د ايكنا خبريال ته د قدرونې د لوحې په وركولو سره له دې رسنې څخه ستائينه وكړه.
په دغو مراسمو كښې چې د دبۍ د انعام د نړيوالو سياليو د كمېټۍ د مسئول ، په كلتوری چارو كښې د اماراتو د وزيراعظم سلاكار او د دبۍ د حاكم سلاكار شېخ ابراهيم بوملحه او په دغو سياليو كښې د اته اتيا برخه اخېښتونكو په ګډون سره جوړ شول د اماراتو د وزيراعظم مرستيال د ايكنا خبريال ته د سياليود قدرونې د لوحې په وركولو سره په چټكه توګه د سياليو د خبرونو او تصويرونو د مناسب كورېج په خاطر چې له فارسۍ نه علاوه د دنيا په نورو ژوندو ژبو كښې ترجمه او خپارۀ شوی دی د دغې قرانی رسنې مننه او ستائېنه وكړه.
1072901