IQNA

21:47 - August 07, 2012
د خبر لمبر: 2387965

د فرانس د بهرنيو چارو وزارت د برما د مسلمانانو د حالت د تحقيقاتو غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: په برما كښې د مسلمانانو د نسل كشی د خبرونو په خپرېدو وروسته د فرانس د بهرنيو چارو وزارت د برما له ذمه وارو چارواكو څخه وغوښتل چې د خپلو وطنوالو چې له هر قوم او مذهب سره تعلق لری حقوق دې محترم وګڼی او د روهينګيائی مسلمانانو په حقله دې خپل امتيازی سلوكونه بدل كړی.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) brecorder د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د فرانس د بهرنيو چارو د وزارت وياند وېنسنټ فلوريانی په دې حقله څرګنده: د ملی پخوله اېنی د برقرارۍ لپاره د برما د مسلمانانو په مخ د كړكېچ د اواری لپاره د سولې د لارو چارو وړاندې كول يو ضروری چاره ده.
هغۀ وويل: د راخين صوبې د مسلمانانو وضعيت دې په روښانه توګه وڅېړلې شی او د هغوی د انسانی او مدنی حقوقو احترام دې وشی.
هغۀ زياته كړه: يو لړ رپوټونه د دې ښودنه كوی چې د برما د مسلمانو ښاريزو په خلاف د سركاری ځواكونو له خوا له تشدد نه ډك او اندېښمنوونكی قدامات ترسره كیږی. مونږ د برما له حكومت څخه غواړو چې ټولو عوامو چې هغه له هر قوم او مذهب سره تعلق ساتی د حقوقو خيال دې وساتلې شی او د هغو په اړه دې له نسل پرستانه سلوك څخه ډډه وشی.
د ويلو ده چې د برما د حكومت لخوا د حالاتو د ارامېدو د دعوو باوجود وړمه ورځ د زمری د مياشتې په ١٥ نېټه شپږ تنه نور قربانيان په دغو جنايتونو كښې ورزيات شول.
1073084
captcha