IQNA

د تائيلېنډ له شيعه مسلمانانو سره د اېشيا د جنوب ختیځ د معظم رهبرۍ نمائنده غونډه وكړه

21:49 - August 07, 2012
د خبر لمبر: 2387966
اجتماعی ډله: د تائيلېنډ په پائېتخت بنكاك ښار كښې د تائيلېنډ د جوماتونو له امامانو، طلابو او شيعه مسلمانانو سره په دغه هېواد كښې د معظم رهبر نمائنده ايت الله شاهرخی يوه صميمانه غونډه ترسره كړه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغې غونډې په شروع كښې د قاريانو لخوا د قران شريف يو شمېر مبارك ايتونه تلاوت شول او په دوام كښې د اېشيا په جنوب ختیځ كښې د معظم رهبر نماېده او همدارنګ د رهبرۍ د خبرګانو د شورا نمائنده په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو د وحدت او يووالی په باره كښې د اسلامی او قرانی تعليماتو او د روژې د مباركې مياشتې د فضائلو په حقله وېنا وكړه.
همدارنګ په دغه غونډه كښې د دغه هېواد د طلابو او شيعه مسلمانانو يو رپوټ د تائيلينډ طلبه سيد مبارك لخوا وړاندې شو.
په اخېر كښې د روژه ماتی د دسترخوان د غوړېدو په ترڅ كښې په دغه غونډه كښې حاضرو طلابو او شيعه مسلمانانو ته ډالۍ وركړې شوې.
1073219
captcha