د ايران په پارليمان كښې د تهران د خلكو ټاكلی استازی او د كلتوری انقلاب د عالی شورا غړی غلامعلی حداد عادل د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د قرآن د نندارتون پوهنتونی برخه سږكال د غرفو او د ټول هيواد له پوهنتونونو څخه د هنری آثارو د زياتيدو په وجه له تيرو كلونو نه زياته جذابه ده.
دوی زياته كړه: د نندارتون د پام وړ وده او ترقی په تيره بيا په قرآنی كړنلارې سره د پوهنتونی برخې پراختيا د نيكبختۍ او نيكمرغۍ سبب شوې او همداشان د بركت سبب هم ګرځی.
دوی په دوام كښې د دغې برخې جذابيتونو ته په اشارې سره څرګنده كړه: له هنری او د هغو جاذبو له نظره د پوهنتونی برخې نوښتونه چې په هره برخه كښې د نورو پوهنتونونو د محصلينو د لاسی صنايعو او آثارو په هره برخه كښې د مينه والو نندارې ته وړاندې شوې دی، ډيره عالی او ښه دی. 1072190