IQNA

د سلامتيا په محوريت سره د اسلامی ژوند طريقه نومې وړومبنۍ غونډه نن جوړیږی

15:00 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388539
د سلامتيا ډله: د سلامتيا په محوريت سره د اسلامی ژوند طريقه نومې وړومبنۍ غونډه نن د زمری دمياشتې په ١٨ نېټه د قران شريف په نړيوال نندارتون كښې د طب،روغتيا او طبی زدكړو د وزارت د پوهنتونی او كلتوری او ټېكنالوجی تحقيقاتو مرستيال په شتون سره كیږی.
د طب،روغتيا او طبی زدكړو د وزارت د سټراټېجكې كمېټۍ سېكتر اسلام آقاپور د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ سره په مركه كې د دې په بيانولو سره چې د قران شريف د نړيوال نندارتون د دغې ټولګې په سټال كښې د هېواد د ورځنيو مسائلو په محتوای موضوعاتو باندې زيات توجه شوې ده څرګنده كړه: له ياد شويو بحثونو څخه يو بحث د سلامتيا په محور سره له مخكې نه وړاندې شويو اصولو څخه په استفادې سره د اسلامی ژوند طريقې مسئله ده.
آقا پور دې ته په اشارې سره چې چې په دغه موضوع كښې به د تېر، اوسنی او راتلونكی وخت حالات بيانیږی وويل: له دې امله د طب،روغتيا او طبی زدكړو په وزارت كښې په ګڼ شمېر غونډو كښې دا موضوع څېړلې شوې او د كلتوری انقلاب د عالی شورا لخوا تائيد شوې ده چې وكړې شو د اسلامی ژوند طريقه د دغه ډګر د خصوصی غونډه څخه په استفادې سره په متواتره توګه شروع شی.
په دغه غونډه كښې چې نن د زمری د مياشتې په ١٨ نېټه او د قران د پوهنتون په كورباتوب سره كیږی د تحقيقاتو او ټېكنالوجۍ د مرستيال مصطفی قانعی، د طب د وزارت د كلتوری او محصلی مرستيال محمد حسېن آيتی او د اسلامی طب په چارو كښې د طب، روغتيا او طبی زدكړو د وزير د سلاكار محمد مهدی اصفهانی پكښې ګډون كوی.
1071156
captcha