د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د امريكې د څانګې د رپوټ له مخې د برسټن صوبې چارواكو په تېرو ورځو كښې د دې خبر په بيانولو سره وويل: د دغې سيمې جامع جومات د امريكې د انرجۍ په خرچولو كښې د بچت د وړومبنی مركز په توګه غوره او معرفی شو.
دغه جومات له هغو تحقيقاتو نه وروسته چې ترسره شوې د نورو اسلامی مركزونو په نسبت د انرجۍ په صرف كولو كښې ٧٥ فيصده بچت كړے دے، په داسې حال كښې چې دغه جومات مراجعه كوونكو ته بې له څه كمی او زياتی په موقع باندې خدمتونه وړاندې كړی دی.
1069277