د لبنان هنرمند او خوشنويس محمد رعد د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دغې نفيسې نسخې په وضاحت كښې وويل: دغه قران شريف يو مېټر اوږدوالے او اويا سنټی میټره پلن والے لری او د كاغذ د اېټلی جوړ دے، جلد یې له زیړو مسو څخه او مخونه یې د ګواش ډول ایټاليائی رنګ سره رنګين شوی دی.
هغۀ څرګنده كړه: دغه نفيس او ښكلے قران په دريو كالو كښې وليكلے شو چې روزانه به مې ورته شپاړس ګېنټې وركولې، البته د ذكر وړ خبره دا ده چې د مخونو رنګونه یې مختلف او متوع دی.
محمد رعد در ادامه اين گفتوگو، هدف از مشاركت در نمايشگاه بينالمللی قرآن كريم ايران را اعتلای كلام حق تعالی و معرفی قرآن كريم بهعنوان كتاب هدايت و روشنگری برای مردم دانست.
دغه لبنانی هنرمند زيات ليواله دے چې د اسلامی انقلاب له معظم رهبر حضرت ايت الله العظـمی امام خامنه ای سره كتنه وكړی او دغه نفيسه قرانی نسخه ورته ډالۍ كړی او په دې لړ كښې د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير له قائمقام او د تهران د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون له مشر حجت الاسلام والسلمين حميد محمدی څخه تقاضا كړې ده چې د دغه ملاقات لپاره دې ضروری زمينه برابره كړی.
د ويلو ده ديوانی خط د خوشنويسۍ له هغو اسلامی خطونو څخه دے چې نن سبا په عربی هېوادونو كښې په نسبی توګه رائج دے. د دغه خط موجد حسام رومی نومې كس ؤ. ديوانی خط د عثمانی دور په تركی كښې زيات رواج لرۀ
1073373