IQNA

21:21 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388783

حسن نصرالله د صهيونېسټو دسيسو په مقابل كښې د امام خامنه ای او ايرانی ولس د پائېدارۍ قدرونه وكړه

نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله د ايران د اسلامی جمهوريت د ملی امنيت د عالی شورا له سېكتر سره په كتنه كښې د لويدیځوالو او صهيونېسټانو د دسيسو او سازشونو په وړاندې د امام خامنه ای او د ايران د حكومت او ملت له موقف غوره كونو څخه د قدرونې په ترڅ كښې په اوسنيو حساسو حالاتو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كردار په اهميت باندې پخلے وكړ.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د ايران د اسلامی جمهوريت د عالی امنيت د شورا سېكتر سعيد جليلی وړمه ورځ د زمری د مياشتې په ١٦ نېټه په ببروت كښې د ايران د سفير غضنفر ركن ابادی په ملګرتيا سره د لبنان د حزب الله له عمومی سېكتر سره كتنه او خبرې اترې وكړې او په دغه كتنه كښې كښې د سيمې په تېره بيا د شام او لبنان وروستی حالات وڅېړل.
د حزب الله عمومی سېكتر په دغه كتنه كښې تاكيد وكړ: په اوسنۍ مرحله كښې چې ولسونه رابېدار شوی دی او د استبداد او د امريكې او صهيونېزم له پلانونو سره په مخامختيا كښې پائېدار او ټينګ ولاړ دی، مقاومت به هم له دښمنانو سره په مقابله كښې له مخكښې نه په لا زياتې مضبوطيا سره د عمل مېدان ته وردانګی.

سيد‌حسن نصرالله د لويدیځوالو او صهيونېسټانو د دسيسو او سازشونو په وړاندې د امام خامنه ای او د ايران د حكومت او ملت له موقف غوره كونو څخه د قدرونې په ترڅ كښې په اوسنيو حساسو حالاتو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كردار په اهميت باندې پخلے وكړ.
سعيد جليلی هم په دې كتنه كښې وويل؛ په وړاندې د ټولو مشكلاتو باوجود ايران د فلسطين له مظلوم ملت څخه ملاتړ كړے دے او زمونږ هېواد به د نړيوال استكبار په خلاف د انقلاب او اسلامی بېدارۍ په لاره كښې له مظلومو ولسونو څخه خپل ملاتړ ته دوام وركړی.
جليلی همدارنګ له المنار چېنل سره په خپله خصوصی مركه كښې تاكيد وكړ: د شام د كړكېچ حل په بهرنی مداخلت سره امكان نۀ لری او دا كړكېچ پكار دی په داخل كښې د دغه هېواد د ټولنې لخوا اوار شی.
1073872
captcha