IQNA

نن شپه ((د قرآن د قرائت د آسمان د ستورو سره يوځائې)) نومې غونډه جوړیږی

22:32 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388805
د قرآنی كارونو ډله: ((د قرآن كريم د قرائت او حفظ د آسمان د ستورو سره يوځائې)) نومې محفل نن شپه د مهدی عادلی په شتون سره د قرآن كريم په نړيوال نندارتون كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: ((د قرآن د قرائت او حفظ د آسمان د ستورو سره يوځائې)) نومې اتلسمه برنامه چې د روژې په مباركه مياشت كښې هره شپه د قرآن د عالی شورا او د قرآن كريم د شلم نندارتون د مراسمو او محافلو د برخې په ګډه غرفه كښې ترسره كیږی، نن شپه د ايران د بين المللی قاری مهدی عادلی په ګډون سره ترسره كيدونكې ده.
د دغه رپورټ له مخې: مهدی عادله به په دغه برنامه كښې د قرآن كريم يوشمير آيتونه تلاوت كړی او بيا به د ننداره كونكو قرآنی پوښتنو ته ځوابونه وركړی، په دغه برنامه كښې نن شپه همداراز يو څو تنه مصری قاريان هم شتون لری او د ژباړونكی له لارې به پوښتنو ته ځواب وركړی. 1073960
captcha