IQNA

د اسلامی بيدارۍ وړتياوې د ناپيئلو د اهدافو د راژوندی كولو لپاره يو فرصت دے

22:31 - August 08, 2012
د خبر لمبر: 2388807
سياسی ډله: د ايران د پارليمان د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن د غړی په وينا، اسلامی ايران كوې شی د اسلامی بيدارۍ او د ولسی غورځنګونو له ظرفيتونو نه په كار اخستلو سره په اروپا او امريكا كښې غورځنګ داسې لوې ته بوځی چې په حقيقی معنا خپل ناپيئلتوب څرګند كړی.
د ايران د پارليمان د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن غړی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د ناپيئلتوب غورځنګ او په تهران كښې د دغه غورځنګ د مشرانو د شپاړسمې غونډې ترسره كيدو ته په اشارې سره څرګنده كړه: دې ټكی ته په پام سره چې د ناپيئلتوب په غورځنګ كښې له ١٣٠نه زيات هيوادونه غړی دی، كوې شی نه يوازې د سيمې بلكې په بين المللی سطحه په سياسی برخه كښې ډير اغيزمن او ګټه ور وی، په شرط د دې چې هغه هدفونه تعقيب كړی كوم چې د دغه غورځنګ په پيل كښې ټاكل شوی دی.
په ولسی جرګه كښې د تهران د خلكو استازی په استكبار پورې ناپيئلتوب د دغه سازمان وړومبې هدف وباله او وئې وئيل: كۀ چيرې د ناپيئلتوب د غورځنګ غړی هيوادونه په حقيقی معنا او په دې سياست سره په غونډه كښې ګډون وكړی او خپل سياستونه او اقدامات په دې اساس وټاكی نو كوې شی چې په بين المللی مسائيلو كښې اغيزمن رول ولری ځكه چې د ملګرو ملتو د سازمان له نيمې نه زيات غړی په دغه غورځنګ كښې شتون لری. 1073883

captcha