د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې سليمان ولی اف په يوكرائن كښې د مصر د سفيرياسر محمد عاطف عبدالقادر لخوا د زمری د مياشتې په ١٧نېټه د قران شريف د نړيوالو سياليو په دغه دوره كښې دګډون لپاره دعوت شو.
په يوكرائن كښې د فوق العاده او تام الاختيار سفير د يوكرائن د ټول قران شريف وړومبنی حافظ بلن ليك د دغه هېواد په پائېتخت كيف ښار د اسلامی كلتور په مركز كښې په رسمی توګه هغه ته حواله كړ.
د يوكرائن د قران شريف وړومبنے حافظ سليمان ولی اف چې ٢٥ كلن دے د دغه هېواد د وړومبنی ښاريز په توګه كامياب شو په اولس كلنۍ كښې د خودمختار جمهوريت د قران شريف د حافظانو په مدرسه كښې دغه مقدس اسمانی كتاب په كامله توګه حفظ كړی.
د ويلو ده د مصر د قران شريف شلمې نړيوالې سيالۍ چې د ګل له ورځې د زمری د مياشتې په له شپاړسمې نېټې څخه له ٦٥ عربو او اسلامی هېوادونو څخه له سلو نه د زياتو سيالو كسانو په شتون سره د الازهر پوهنتون په امام محمد عبده نومې هال كښې شروع شوې دی چې د روژې د مباركې مياشتې تر ٢٦نېټې پورې به دوام لری.
1073723