د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت د عربی او افريقایې مرستيال ښاغلی حسين عبد اللهيان د سوریې په باره كښې د تهران د نړيوال كانفرنس هدف چې د نړۍ او د سيمې د څه د پاسه پينځه ويشت (25) هيوادونو د سياسی استازيو او خارجه وزيرانو په سويه كیږی له اوسنی كړكيچ څخه د سوریې له وتلو سره د مرستې، دغه هيواد ته د ارامښت او ثبات له بيا ټينګيدا سره د مرستې او په دې لړ كښې د ټولو رغنده سيمه ايزو او نړيوالو هڅو ملاتړ دی.
د ايران د خارجه چارو وزير مرستيال حسين عبد اللهيان د سوریې په باره كښې د تهران دغونډې د هدفونو د بيانولو په ترڅ كښې وويل د سوریې حالات بايد په دا ډول مديريت شی چې د سرزورۍ او تاوتريخوالو اثار بند شی په بله بڼه كښې په سيمه كښې د كړكيچ داسې زمينې برابریږی چې منفی پايلې یې په ټولو هيوادونو اغيزونه كوی.
د ايران اسلامی جمهوريت د سوریې د كړكيچ له پيل راهسې د دغه بحران د حل لپاره په سوله ايزو او سياسی اقداماتو او لارو چارو ټينګار كړی دی او باوری دی يوازې د سوریې له حكومت سره په ولس كښې د جرړه لرونكو سياسی ګوندونو په مشاركت سره په جدی او پراخ بنسټه ملی خبرو اترو سره د سوریې كړكيچ حل كيدلای شی چې البته د دې كار لپاره وار مخكې زمينه د تاوتريخوالو بندول او د ثبات او ارامښت ټينګول دی.
1074209