IQNA

د قرآن په نندارتون كښې د ((قرآن كريم كاتبان)) په نامه ځانګړې غونډه ترسره كیږی

18:18 - August 09, 2012
د خبر لمبر: 2389130
ادبی ډله: د ((قرآن كريم كاتبان)) په نامه ځانګړې غونډه سبا يعنې د جمعې په ورځ د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون په دارالكتابه غرفه كښې ترسره كيدونكې ده.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون دارالكتابه غرفه د خپلو تخصصی غونډو د ترسره كولو په لړ كښې ((د قرآن كريم كاتبان)) نومې غونډه سبا جمعه (د زمری د مياشتې په شلمه) چې د روژې د مباركې مياشتې د ٢١نیټې سره برابره ده، د دغې څانګې د ځانګړو كاتبانو په شتون سره ترسره كوی.
د دغه رپورټ له مخې: پدغه غونډه كښې چې سبا ماښام ٩:٣٠بجې به جوړه شی، د قرآن كريم د كتابت ضوابط د كارپوهانو د بحث او څیړنې وړ ګرځی. په دغه غونډه كښې به همداراز د قرآن كريم د هغو غوره كاتبانو قدرونه وشی كومو چې په تير يو كال كښې د قرآن پاك د كتابت دنده په غاړه لرلې ده. 1074145
captcha