حجتالاسلام و المسلمين مسعود آذربايجانی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د انسان په ژوند او سلامتيا كښې د قدر د شپو د شوګيره كولو او روڼولو مختلفو تاثيراتو او اړخونو ته په اشارې سره ووئيل: د قدر په شپو كښې ویښ پاتې كيدل او عبادت كول درې اړخونه لری چې له دغو نه په هريو اړخ كښې د انسان د روح، روان او وجود د سلامتيا د حفاظت او لوړتيا امكان چمتو كیږی، په شرط د دې چې له الهی رحمت نه نااميده نشو.
دوی زياته كړه: د احياء او قدر په شپو كښې زمونږ اعمال او كړچار د يوې كلنې برنامه ريزۍ او پلاننګ په شان دی چې انسان ئې د خپل يوكال لپاره ترسره كوی څو په هغه فرصت سره چې خدای تعالی جل جلاله ئې په دغو سترو او غورو شپو كښې د انسان په واك كښې وركوی، د تيرو كلونو په نسبت د انسان د راتلونكی يو كال د لوړتيا زمينه برابره كړی.