IQNA

په دبئ كښې د قرآن د حفظ د بين المللی مقابلو اختتاميه بیګا ترسره شوه

18:18 - August 09, 2012
د خبر لمبر: 2389133
بين المللی ډله: د دبئ انعام په نامه د قرآن كريم د حفظ د بين المللی مقابلو د شپاړلسمې دورې د پائې مراسم بیګا شپه په دبئ كښې ترسره شول.
د دبئ د قرآنی مقابلو ځائې ته ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال د رپورټ له مخې: له ٢١كلنو نه د كمو هلكانو لپاره د قرآن كريم د حفظ د بين المللی مقابلو د شپاړلسمې دورې اختتاميه مراسم بیګا شپه د متحده عربی اماراتو د نايب رئيس او وزيراعظم او د دبئ د واكمن شيخ محمدبن آل مكتوم او د اسلامی هيوادونو د سفيرانو په شتون سره ترسره شول.
د دغه رپورټ له مخې: په متحده عربی اماراتو كښې د ايران كلتوری سلاكار سيدمحمدحسين هاشمی هم بیګا په دغو مراسمو كښې ګډون وكړ او له نژدې څخه ئې د دبئ انعام د مقابلو د شپاړلسمې دورې د سياليو نتايج وليدل.
همداراز امريكائی تازه مسلمان شوے مبلغ يوسف اسټس چې د دبئ د قرآنی مقابلو د روان ٢٠١٢ميلادی كال د اسلامی شخصيت په توګه غوره شوے دے، بیګا په دغو مراسمو كښې ګډون وكړ. 1073635

captcha