IQNA

د ايران د قرآن په بين المللی مقابلو كښې ګډون كول زما ترټولو ستره آرزو ده

18:18 - August 09, 2012
د خبر لمبر: 2389134
بين المللی ډله: د دبئ په قرآنی مقابلو كښې د قزاقستان استازی مالك خريفتين خزين ووئيل: د ايران د قرآن بين المللی مقابلې په نړۍ كښې د قرآن له ډيرو سترو سياليو څخه دی او غواړم چې په دغه پرتمينه غونډه كښې شتون تجربه كړم.
9كلن قزاقستانی حافظ مالك خريفتين خزين د دبئ د انعام د قرآن كريم د حفظ مقابلو ته د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: ما له اوه كلنۍ څخه د قرآن حفظولو پيل كړل او د يونيم كال پرله پسې كوشش نه پس مې وكړې شول چې ټول الهی كلام حفظ كړم او د دبئ په مقابلو كښې ګډون وكړم.
دۀ زياته كړه: په وړومبی ځل په بين المللی مقابلو كښې ګډون كوم او زما پلار زما د استاذ په توګه په دې مقابلو كښې زما ملګرتيا كوی.
دغه قزاقستانی كم عمر لرونكی حافظ دې ټكی ته په اشارې سره چې زمونږ په هيواد كښې د ايران د اسلامی جمهوريت او د دغه هيواد د قرآنی مقابلو په هكله ډيرې خبرې كیږی، ووئيل: زياتره كسان چې په دې مقابلو كښې مې ورسره خبرې وكړې، ايرانی حافظان خپل اصلی سيالان معرفی كوی. همداراز له ځينو ګډون كونكو نه مې د تهران د بين المللی مقابلو د پرتم او غوره والی په هكله هم واوريدل او هيله من يم چې په دغو سياليو كښې به هم ګډون وكړم.
يادونه كیږی چې دغه ٩كلن حافظ د دبئ د قرآن د حفظ د نړيوالو مقابلو په دې دوره كښې ترټولو كم عمر لرونكے ګډون كونكے دے.
1073654
captcha