IQNA

حضرت علی عليه السلام له خدای سره په مناجاتو كې بې مثاله جلوه

18:30 - August 09, 2012
د خبر لمبر: 2389137
د تفكر ډله:د حضرت امام علی عليه السلام د شهادت د ورځې په مناسبت تاسو د قم دعمليه حوزه ستر ګران استاذ او د څو كتابونو ليكونكی ښاغلی حجت‌الاسلام و المسلمين عبدالكريم پاك‌نيای تبريزی يوه څیړنه او تاريخې مقاله تاسو ته وړاندې كوو
چې د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) نقل كړی دی ګرانو پښتنو وروڼو او ملګرو د روژې د مباركې مياشتې په دې شپې د فضيلتونو امير حضرت امام علی عليه السلام وخت په و خت له خپلې كوټې بهر راوته او د آسمان په لور به ئې كتل. كله كله به ئې د استغفار زمزمه هم كوله او كله به ئې ياسين سوره تلاوت كوله.
په دې شپه دامام علی لمونځ او راز او نياز له نورو شپو سره فرق كاوه. فرمايل به ئې :، اللّهُمَ بَاركَ لِېَ المَوتَ ؛، خدايه مرګ پر ما مبارك كړه ؛. د حق غوا ړو مولا د سهار لمانځه لپآره جومات ته د تلو لپاره چمتو دی.
علی په بیړې سره د جومات په لورخوځیږی، جومات ته داخلیږی او په تيارې كې څو ركعته لمونځ ادا كوی او بيا د جومات بام ته خيژی او آذان او بانګ وركوی. داسې خاص آذان چې د هغه د ايمان او عبادت په سيوری كې ئې ولوله او جلال درلود.
امام علی دا دی اوس په لمانځه ولاړ دی ، خو دا لمونځ يوه بله فضا لری ، ټاكلی شيبه راورسيده ،ابن ملجم مرادی يعنی هغه خوراتورزړی او بدبخت انسان چې په شيطانی كارونو كې له ټولو مخكښ دی ،له هغه بزرګوارته نزديكیږی . او پخپلې زهرجنې تورې سره د هغه بزرګوار په سر ګوزار كوی.
يو داسې ضربت او ګوزار چې ان د سجدې تر ځايه سر څيری. دغه ضربت د امام علی له وجوده امت محرومه كړ او انسانيت ئې د لوړ رهبر او لارښونكی په غم كې كښيناوه. په دغو غمجنو شيبو كې امام علی د عشق او راز اونياز په مصلی په وينو كې ډوب شو، له دنيا د آزادۍ خوند ئې و څكهّ او د وصال په لور لاړ.
هغه نور له هغو دردونو او كړاؤنو چې د وخت تورزړو او ظالمو كسانو د هغه لپاره راوپنځول آزاد شو . يوه هغه ژمنه چې له هغه سره شوې وه پوره شوه ، نو همدا چې د هغه دښمن وار د هغه پّه مبارك سر ولګيد سر ئې اوچت كړ او په داسې حال كې چې سترګې ئې د آسمان په لور غړولې او په كلك غږ سره ئې وفرمايل ؛.د كعبې په پروردګار مې قسم وی چې كامياب شوم؛.
حيرانتيا دا ده چې د ابن ملجم د حق په مقابلې كې د تورې له ګوزار وروسته، د وحی ملائيكه چې علی تر اوسه پورې سا نه وه وركړې د هغه شهادت اعلان كړ او په آسمانونو كې د فرښتو چغې او فريادونه پورته شول .تور باد ووراتهّ او جبرائيل بې امانه چغه پورته كړه ، په خدای قسم چې د هدايت اډاڼۍ ونړيده.
په خدای قسم چې د آسمان ستوری په تورتم كې ډوب شول. د مسئوليتونو او صبر او زغم نښې نښآنې او بيرغونه له مينځه لاړل.
د اسلام دګران پيغمبر د آكا زوی او د هغه ریښتونی او غوره شوی جانيشين (ځای ناستی ) علی مرتضی شهيد شو ؛.
دوستانويو ځل بياداسلام ددغه لوی شخصيت او يوه بشبړانسان حضرت امام علی ابن ابی طالب عليه السلام دشهادت كليزې په مناسبت ټولو حق او عدالت غواړو انسانانوته دزړه له قومې تسلیّت وايو دوستانو كلونه بلكې پیړۍ پیړۍ كیږی چې متفكران ،پوهان ،څیړاند او عالمان دامام علی په باب خبرې كوی او كتابونه ليكی او دهغه په مدح كې شعرونه وائی ،هغه يوواحد شخصيت چې دخدای په كوركعبې كې وزیږيد او له هم هغه وخته ئې پاك اومطهر نور دخدآی تسبيح او عبادت ته مخه كړه . هغه په اسلام ايمان راوړنكی لومړنی كس او په لمانځه كې دخدای په رسول پسې لومړنی مقتدی ؤ.
له لس كلنۍ پيغمبر اكرم سره يوځای دمكې شاوخوا اودښتو ته تلو او له ټولو ليرې به ئې له واحد معبود سره راز اونياز كاوهّ تر هغه وخته چې له خدای سره د راز اونياز او لمانځه په وخت كې په جومات كې شهيد شو.
د خدای رسول د امام علی ټول فضايل په يوې جملې كې خلاصه كوی او فرمائی ؛، علی دالهی ذات ليواله او بې كراره دی ؛. او په يوه بل ځای كې دخپل جانشين ايمان داسې بيانوی او فرمائی :، كه ټول آسمانونه اومځكې د تلې په يوّه پله كې او دعلی ايمان په بلې پلې كې واچول شی ،نو دامام علی ايمان پله به ترې درنده وی .؛
داهل سنت ستر عالم اومورخ ابن ابې الحديد دحضرت امام علی د عبادتونو اولمنځونو په بيانولو كې وائی ، هغه خورا عبادت كونكی انسان ؤ او له ټولو زر به ئې لمونځ ادا كوهّ او روژه به ئې ساتله او خلكو به له هغه بزرګواره دشپې لمانځونه اودنوافلوادا كول زده كول . دهغه كس په باب څه فكركوئ چې پرتندی ئې د اوږدو سجدوله امله ئې نښه له ورايه ښكاری؟
كله چې دهغه په مناجاتو اودعاګانو كې ژور فكركوئ او دخدای سبحانّه دتعظيم او دهغه دعزت په وړاندې دخشوع او هیّبت په وړاندې په خضوع مشتمل دهغه پرمضمونونو او دخدای ددرګاه په وړاندې دهغه له تسليميدا خبر شئ ،نو دهغه بزرګوار داخلاص په اندازې به پوه شئ. بيا به پوه شئ چې دغه راز اونياز له كوم زړه راپورته شوی او په كومه ژبه ويل شوی دی.
د خدای پيژندګلوی د امام علی د عشق او عبادت ، عدالت اوحق غوښتنې سرچينه ده ،هغه بزرګوار ځان وپيژنهّ او دهغه په سيوری كې ئې خورا غوره معرفتونه يعنی دخداوندمتعال معرفت ترلاسه كړ . حضرت امام علی عليه السلام فرمائی:، دنيا په ټولې پراختيا ،ښكلا اوډول ډول جاذبو سره دانسان دمقام برابره نه ده او انسان له دې ډير لوړ دی چې ځان په دنيا خرڅ كړی ،ځكه دنيا يوه وسيله اوآوزار دی چې بايد اصلی منزل ته درسيدا لپآره ورځينی استفاده وشی .امام بزرګوار دځان اوخدای اوهستۍ په پيژندګلوۍ سره وائی :، هیڅ مې ونه ليدل مګر دا چې له هغه مخكې او وروسته او ورسره يوځای مې خدای وليد.
د پنځون له عالمه په دغه ډول پيژندګلوۍ سره ده چې امام علی پخپله په اوږدو عبادتونو،عالمانه او عاشقانه لمنځونوسره پيوند خوری ،خو دغه ولولناك لمنځونه اودعاګانې د مځكې دآبادونې ،دخدای په لاره كې د جهاد،دمظلوم دحق دترلاسه كولو لپآره دمقاومت اودريدا او همداراز په عدل اوانصاف كې د بې مخينې حكومت درامينځةكولولپاره دهغه دهڅې او كار خنډ نه كيدې ،بلكې هغه دا ټولې دندې يو ارزښتمن اولوړ عبادت بالهّ .
هغه په عين حال كې يوه شيبه هم دخدای له ياده غفلت نه كاوه. هغه بزرګوار په نهج البلاغې كې دمتقينو د خالصانه بندګيو راز چې پخپله مولا د هغوی سرخيل دی ،داسې بيانوی :، دوی دالهی معرفت خوږلښت وڅكهّ او د عشق او مينې له چينې خړوبه شوی دی ،او په نتيجې كې ئې دهغه بندګۍ او اطاعت ته مخه كړې په دې توګه چې په ملا خم (كړوپ) شوی دی.
لمونځ د امام علی په عبوديت كې خورا ښكلی جلوه ده.
هغه بزرګوار دنهج البلاغې په ۲۳۴ خطبې كې دعبادت داغيزو په باب فرمائی :، لكه څنګه چې انسان د نفسياتی ناروغيو او اخلاقی آفتونو سره مخامخ دی ، خداوندمتعال دخپلو مومنوبندګانود لمانځونو، زكواتونو او روژو په وسيله له دغو مصيبتونو او بلاګانو ساتی.
دغه عبادتونه لاسونه اوپښې له ګناهانو اوككړتياؤ منع كوی ،سترګې د غلطو ځايونو او نامحرمو له ليدو غړوی او هغو ته خشوع وربخښی، نفوس كراروی ،زړونه متواضع كوی ،دخدای ياد ، دانسان دينی وجدان روزی ،نيك كارونو ته ګروهنه زياتوی او له ګناه ،فساد او شرخوښې ګروهنې كموی . په يوه جنګ كې د حضرت امام علی پربدن يو غشی ولګيد،داسې چې د غشی سرپه هډوكی كې دننه پاتې شوی اوهغه یې ډيركړاوهّ .
طبيبانو هرڅومره هڅه وكړه ونه توانيدل چې هغه غشی وباسی . په هغو كې يوه طبيب وويل ترڅو چې غوښه او پستكی ونه څيرو دغه غشی هم نه جلا كیږی. د امام علی سره نزدې كسان چې دهغه بزرګوار خوی اوعادت ئې پيژنهّ او پوهيدل چې هغه تر كومه حده دالهی ذات مجذوب دی ،وويل كه داسې وی ،نو بايد صبر وكړئ څو علی په لمانځه ودریږی ،نو هغه وخت ترې غشی ويستل كيدلی شی .ځكه هغه په لمانځه كې دومره دخدای په ياد كې ډوبیږی چې ګواكې په دغې دنيا كې ژوند نه كوی .لږ وخت تير شو او د لمانځه وخت راورسيد، كله چې امام علی له خدای سره په مناجاتو كې ډوب شو ، نوطبيب دامام علی له بدنه غشی هم راوويست او ډير حيرانه شو چې د هغه بزرګوار له خوائې هیڅ غبرګون ونه ليد. دوستانو د حضرت امام علی عليه السلام يوه ډيره مشهوره دعا ، دعای كميل ده. په دغې دعا كې تر يوه حده د علی د معرفت ، پوهې او تسليميدا په ژورتياپوهيدلی شو.
هغه بزرګوارله خپل هغه لوړمقام سره دخداوندمتعال په وړاندې ځان ډير وړوكی اوهیڅ او له سر تر پښو پورې الهی رحمت ته اړمن ګڼی او فرمائی :، ای معبوده ، ائ زما پروردګارا! دتا د وحدانيت له منلو او د تا په ربوبيت له صادقانه اعترافه او له خاضعانه دعا وروسته آيا ممكنه ده ما دجهنم په ااوور كې په بې پروائۍ سره وسوزوې؟ هیڅكله داسې نه ده ! ته له دې ډير كريم ئې چې هغه څوك چې ته ئې راپنځونكی ئې. يا هغه څوك چې له خپلې درګاه سره دې نزدې كړ ، بيائې وشړې ،يا هغه څوك چې ځای دې وركړ، بيا ئې وباسې ،يا هغه څوك چې پرې دې رحمت او كفايت وكړ ،نوبيا ئې بلاګانو ته وسپارې ؟ لوی او كمال ته رسيدلی انسانان دغوره انسانی اواخلاقی خصوصيتونو لرونكی دی ،
د حضرت امام علی عليه السلام چلندونه او كړچارونه دنيكۍ او سمووالی په اساس دی او له ككړتياؤ او ځیږوالی ليرې دی .امام علی په صراط مستقيم دتلونكی انسان په توګه دټولو اخلاقو او فضيلتونو هينداره ده .
هغه حقيقت ترلاسه كړی ،دژوند په ټولوشيبو كې له حق سره ؤ او په هغه ټولو څه ئې چې ئې وئيل عمل ئې هم پرې كاوهّ . بلاخره خداوندمتعال داسې اراده وكړه چې دامام علی شهادت هم دهغه د لويوالی اوعظمت سبب شی .ددغه ځلانده لمر دوړانګوپه ډوبيدو سره ،كه څه هم چې عدالت دخپل تل پاتې اوامين بيرغوال له لاسه وركړ،خو دامام علی وينه دهغې بشری ټولنې په رګونوكې روانه ده چې دعدالت په لټه كې ده او دعدالت غوښتنې بيرغ ئې هماغه شان رپولی ساتلی دی . دتقوا اوبندګۍ دبشپړبيلګې اود مستضعفينو د مولا او د متقيانواو مومنانو د امير حضرت امام علی عليه السلام د شهادت د كليزې په مناسبت د نړۍ ټولو پتمنو او مستضعفينو ته د زړه له قومې تسلیّت وايوو.
1073980
captcha