IQNA

22:04 - August 09, 2012
د خبر لمبر: 2389180

امام علی (ع) د زيات عدالت په وجه نه بلكې د ديندارۍ په خاطر د عبادت په محراب كښې شهيد شو

نړيواله ډله: حضرت امام علی (ع) چې يو قرانی او نبوی ماډل شخصيت په توګه چې د قران شريف او پېغمبراكرم (ص) لخوا روزل شوے ؤ د عدالت او انصاف د زياتوالی په وجه د عبادت په محراب كښې شهيد نۀ شو بلكې د خپلې ديندارۍ په خاطر په شهادت ورسېد.

د يران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د علامه طباطبائی يونېورسټۍ مشر حجت الاسلام والمسلمين سيد صدرالدين شريعتی تېره شپه د زمری د مياشتې په اتلسمه نېټه (( علی (ع) خپل عدالت شهيد كړ يا د خلقو د بصيرت كمزورۍ)) نومې غونډه كښې چې د قران شريف د نندارتون په پوهنتونی برخه كښې جوړه شوه د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د حضرت علی (ع) د ګوزار خوړلو ورځ د عبادت په محراب كښې د پاكۍ، تقوا، قرآن مجسم او قران ناطق د ګوزار خوړولو ورځ ده. او مولای متقيان حضرت علی (ع) له ګوزار خوړلو نه پس په دردناك او زړۀ ارې كوونكی حالت سره د بيمارۍ په بستر باندې پرېوت او هغه توره چې د هغه حضرت په مباركه ككرۍ باندې وهلې شوې وه له زهرو نه ډكه وه او د سر د چاودېدو په وجه دغه زهر یې په ټول وجود كښې خوارۀ شول او بالاخره د روژې د مباركې مياشتې په يوېشتمه نېټه یې نازنين وجود د خداے پاك ملاقات ته ورغے او عالم یې د نور له موجودګۍ نه خالی شو.
هغۀ زياته كړه: دا بحث چې ايا عدالت او انصاف د امام علی (ع) د شهادت سبب ؤ يا د زمانې او ټولنې د خلقو چې په هغه وخت كښې یې ژوند كوۀ بی بصيرتی ، موضوع ډېره مهمه او بنيادی ده او پكار دی وړومبې د معنويت، له قران او پېغمبراكرم (ص) سره د زړۀ تړنې له نظره د هغه حضرت شخصيت ، هويت او مقام او د ژوند مسائل یې وڅېړو.
حجت الاسلام شريعتی دې ته په اشارې سهر چې امام علی د يو قرانی سړی نمونه ده وويل: هره ټولګه د خپلو تئيوريو لپاره يو ماډل پېش كوی او طراحان او هنرمندان چې كله وغواړی يو هنر پېش كړی نو د هغۀ له پراختيا نه مخكښې يو ماډل او نمونه وړاندې كوی، نو قران شريف هم د ژوند يو كتاب او د بشريت د يو ستر لارښود په توګه د ځان لپاره ټولنې ته ماډلونه وړاندې كړل. او حضرت امام علی (ع) يو هغه ماډل دے چې د قران شريف او خپله د پېغمبراكرم (ع) لخوا یې روزنه شوې ده. او د هغۀ دغه كلكه دينداری وه چې د عبادت په محراب كښې یې په شهادت ورسوۀ.
1074665
captcha