د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجةالاسلام كاظم صديقی زياته كړه چې صهونيسټ رژيم پر نيواكګرۍ سربيره د اسلامی سپیڅلتياؤ سپكاوی كړی او دغه راز ئې دفلسطينيانو دكورونو په ورانولو سره دعربانو حيثيت هم برباد كړی دی هغه د امريكا او صهونيسټ رژيم لپاره د ځينو عربو هيوادونو په تالی څټيتوب په خواشينۍ ښودلو سره روښانه كړه د اسرائيلو دناروارژيم ژوند تر وروستيو رسيدلی دی او دا بې وسه رژيم د ژغورلكيدا وس نه لری او له مينځّته تلونكی دی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب هم دا راز د سورئې موضوع يو ه عجيبه مسئله وبلله او زياته ئې كړه په داسې حال كې چې په دغه هيواد كې اصلاحات پيل شوی دی او نوی حكومت ئې د اجرا كولو لپاره كلك هوډ لری، ترهه ګر چې د ځينو عربی او لويدیځی هيوادونو بشپړملاتړ ورسره دی د سورئې د ماشومانو او ښځو پشمول بې ګناه خلك وژنی.
ښاغلی صديقی هم دا راز پّه عراق كې د لودیځوالو لاسوهنو ته په اشارې سره هم وويل دعراق د لومړی وزير نوری مالكی حكومت به د دغه هيواد د مسلمان ولس او مرجيعيت باندې په تكیې سره په يووالی او وحدت ساتلو سره له جوړ شويو بحرانونو تير شی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران په ضد د لويدیځ د بنديزونو سختيدا په باب هم وويل د ايران له بصيرته ډك ولس له خپلو آئیډيالونو هیڅ كله شاتګ نه كوی.
1075135