د ايران قرانی خبری اېجسنۍ (اېكنا) د محيط وېپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د مصر د پارلېمان پو نمائنده په پارلېمان كښې يو بيانيه په ډاګه ولوسته او په دغه هېواد كښې د داسې قرانی نسخې د څلوېښتو زرو نسخو د چاپ كېدو خبر وركړ چې يوازې ٢٨ پارې لری او دوه پارې یې غېبې دی.
د مصر د پارلېمان دغه نمائنده په دې باندې په تاكيد سره چې چې د دغه نیګمړی قران شريف څلوېښت زره نسخې د دغه هېواد د جامعه الازهر د يو شېخ شېخ احمد النصراوی تر نظر لاندې په التوفيقيه چاپ خانه كې چاپ شوی دی څرګنده كړه: په دا ډول غلطيانو باندې سترګې نۀ شی پټېدې ځكه چې دا يوه لويه غلطی ده او غېر ارادی غلطی نۀ شی ګڼلې كېدې.
په همدې لړ كښې د مصر د پارلېمان مشر احمد فهمی د الازهر شېخ احمد الطيب او د دغه هېواد د فتوې كمېټۍ له دغې موضوع څخه په خبرولو سره له هغو ی څخه غوښتنه وكړه چې په جدی توګه دې د دې مسئلې تحقيقات وكړی.
1074961