IQNA

د سعودی عربستان د شيعه ؤ انجمن د حضرت فاطمه زهرا (ع) په شان كښې د وهابی ملا سپكاوے وغندۀ

21:49 - August 10, 2012
د خبر لمبر: 2389581
نړيواله ډله: د يو وهابی ملا لخو د حضرت فاطمه زهرا (ع) په شان كښې له ګستاخۍ وروسته چې په عربی وېبپاڼو په تېره بيا په ډله ايزې وېبپاڼه ټویټر كښې یې زيات انعكاس لرلے دے د سعودی عرب د قطيف سيمې يو شمېر شيعه علماؤ د دغه ګستاخانه اقدام په غندلو كښې يوه بيانيه جاری كړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د راصد سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د سعودی عرب د ((الخېر ولاصلاح)) نومې انجمن غړيو شيعه علماؤ په دغه بيانيه كښې د جنت د ښځو د مېرمن حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها په مقدس شان كښې د ګستاخۍ په غندلو سره دا چاره له دېن وتل او ورسره یې دښمنی وبلله.
د سعودی عرب د الخېر والاصلاح انجمن په بيانيه كښې راغلی د بی بی فاطمې (ع) په مقدس شان كښې سپكاوے د خداے پاك له دين څخه د وتلو او ورسره د يو ډول دښمنۍ په معنا دی چې دا كار هیڅكله د خداے پاك د كتاب د قاريانو او نبوی سيرت د پېروكارو لخوا نۀ ترسره كیږیږ
په دغه بيانيه كښې همدارنګ راغلی دی: د خداے د ګران رسول (ص) له پاكو اهلبېتو (ع) سره د مسلمانانو مينه يوازې په احساساتی او جذباتی چاره نه ده بلكې د هغوی له هغوی د پاكۍ او د خداے د حكم په وجه ده.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی ټول مسلمانانو د تبوی تعليماتو او احكامو د عملی كولو او پراخولو ذمه واری په غاړه لری او پكار دی د فرقه پالنې د فتنو په هلاكوونكې كنده كې له غورزېدو نه مخكښې كينې او دښمنۍ له منځه يوړلې شی.
1074955
captcha