IQNA

په پېرس كښې د قدر د دويمې شپې د بېدارۍ مراسم وشول

21:48 - August 10, 2012
د خبر لمبر: 2389585
نړيواله ډله: د مولای متقيان امام علی (ع) د شهادت له شپې سره په يو وخت د قدر د دويمې شپې د بېدارۍ مراسم پرون د زمری د مياشتې په ١٩ نېټه په بيت الزهرا (ع) نومې مركز كښې په پېرس كښې د مېشته ايرانيانو او يو شمېر فرانسوی شيعه ؤ هپ ګډون سره ترسره شول.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د پېرس د بيت الزهرا (ع) د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه روحانی مراسم د ځای وخت مطابق د شپې له ١٠:٣٠ بجو نه د قران شريف د مباركو ايتونو په تلاوت سره شروع شول او بيا په مراسمو كښې حاضرو كسانو په دعا ګانو لوستلو پېل وكړ.
دغو مراسمو د جَمعې له نمانځه ، د علماؤ په وېناګانو، د مېلمستيا، د جوشن كبير د دعا او مرسيو په ويلو او په سر باندې د قران شريف په نيولو او د خداے پاك په درګاه كښې په رازونياز سره دوام وموند.
د بيت الزهرا (ع) د روژې د مباركې مياشتې پروګرامونه د زمری د مياشتې په پينځمې نېټې څخه شروع شوی دی او د دې مباركې مياشتې تر ٢٦ نېټې پورې به دوام ومومی .
همدارنګ د قدر د دريمې شپې د بېدارۍ مراسم به د زمری دمياشتې په ٢١ نېټه په دغه مركز كښې ترسره كیږی.
1074972
captcha