IQNA

د لندن د اولمپېك په سياليو كښې د ((اسلامی دعوت)) كمپېن جوړ شو

21:38 - August 11, 2012
د خبر لمبر: 2390429
نړيواله ډله: د اسلامی علومواو تحقيقاتو له اكېډيمۍ سره وابسته د ((اسلامی دعوت)) كمپېن ګډون كوونكو ته د ترټولو وروستی الهی دين د معرفی كولو په هدف سره د لندن د ٢٠١٢ كال د اولمپېك په سياليو كښې تشكيل شوې دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ajib د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسلامی علومو او تحقيقاتو د كمېټۍ پينځۀ سوه غړی په لندن كښې د ٢٠١٢ كال د اولمپېك د سياليو له شروع كېدو نه مخكښې راغونډ شول او د اسلامی دعوت كمپېن یې تشكيل كړ چې له سېلانيانو، تماشه چيانو او لوبغاړو سره په ملاقات كښې د اسلام په باره كښې خبرې اترې وكړی.
همدارنګ د دغه كمپېن غړيو د اولمپېك د لوبو په دغه دوره كښې له مسلمانانو څخه وغوښتل چې له دې كمپېن سره د يوځاے كېدو په ترڅ كښې دې د اسلام د دين په ترويج او غېر مسلمو ته د د اسلام د مبين دين د حقيقی څېرې په معرفی كولو كښې له دغه كمپېن سره مرسته وكړی.
د اسلامی علومو او تحقيقاتو اكېډيمۍ اعلان كړے دے چې د قران شريف نسخې، د اسلام په باره كښې په نعرو مشتمل نقش لرونكی ټی شرټونه، سی ډی ګانې، كتابونه او بروشرونه به د تبليغ لپاره مينه والو ته وركولې كیږی.
د دغه كمپېن غړيو په فېس بك كښی هم يوه صفحه جوړه كړې ده چې مسلمانان مينه وال وكړې شی په دغه صفحه كښې په غړيتوب سره د نورو غړيو اطلاعات او نظريات ترلاسه كړی.
1075421
captcha