IQNA

21:39 - August 11, 2012
د خبر لمبر: 2390431

د اسلامی- امريكائی تعلقاتو شورا له استخباراتی چارواكو سره د مېټ رامنی په پټې كتنې باندې احتجاج

نړيواله ډله: د اسلامی – امريكائی روابطو شورا CAIR پرون د زمری د مياشتې په ١٩ نېټه د جمهوريت غوښتونكی ګوند د امريكې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نامزد مېټ رامنی څخه وغوښتل چې د بوش په كابينه كښې د امريكې د دفاع دوزارت له يو لوړرتبه چارواكی او يو مشهور اسلام دښمنه شخصيت ويليم بويكين سره د خپلې پټې كتنې د پروګرام په باره كښې وضاحت وركړی.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Red Orbit د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسلامی – امريكائی تعلقاتو د شورا حقوقو مدير ګری سېلر وويل: رامنی ته پكار دی چې له دغه افراطی او اسلام دښمنه كس سره چې د اسلام په خلاف د فعاليتونو او وېناګانو يو توره مخينه لری د پټې كتنې په حقله دې وضاحت وكړی.
د يادونې ده چې بويكين له دې مخكښې د امريكې د اساسی قانون (آئين) اوله اصلاحيه كښې د اسلام له دين څخه له ملاتړ سره سخت مخالفت كړے ؤ. هغۀ په امريكه كښې د جوماتونو له موجودګۍ سره د خپل سخت مخالفت په څرګندولو سره هم خپله اسلامی دښمنه او اورپكه څېره مخكښې ښودلې ده.
وېليم بويكين همدارنګ د دينونو ترمېنځ د هر ډول خبرو اترو او يا د مسيحيانو او مسلمانانو ترمېنځ د تعلقاتو د جوړولو په لړ كښې له هر ډول فعاليت سره سخت مخالفت كړے دے.
د ويلو ده چې د اسلامی – امريكائی تعلقاتو شورا . CAIR د امريكې د مسلمانانو له حقوقو څخه د ملاتړ او دفاع ترټولو لوے تنظيم دے چې دنده یې خلقو ته د صحيح اسلام ورپېژندلو، په امريكه كښې د مسلمانانو د حقوقو د ملاتړ او د انصاف د پراختيا او د يو بل د درك كولو لپاره هلې ځلې كول دی.
1075770
captcha