IQNA

د حكومت لخوا د الزيتونيه جومات د امام له انتخاب نه پس په تيونس كښې تاو تريخوالے

21:38 - August 11, 2012
د خبر لمبر: 2390432
نړيواله ډله: د تيونس د الزيتونيه جومات د نوی امام په توګه د محمد بوزغيبه انتخاب د ځينيو تندلارو كسانو او ډلو له سخت غبرګون سره مخامخ شوے دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) tunisienumerique د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د تيونس د اوقافو او دينی چارو د وزرات لخوا د الزيتونيه جومات د نوی امام په توګه د الزيتونيه پوهنتون د فقهې د استاذ محمد بوزغيبه په انتخاب سره د دغه جومات پخوانی امام چې د دينی تندلاريتوب او تشدد ته د خلقو د هڅولو په دليل څنګته كړے شوے دے د حكومت دا اقدام غېر قانونی وبالۀ.
د الزيتونيه جومات څنګته كړې شوی امام حسېن العبيدی په يوه وېنا كښې څرګنده كړه: د جومات هغه امام ته چې د حكومت لخوا منتخب شوے دے اجازه ورنكړې شی چې په الزيتونيه جومات كښې د جُمعې نمونځ وكړی.
هغۀ پخلے وكړ چې يوازې هغه امامان چې د شورا غړی دی په دې جومات كښې د نمانځه ادا كولو اجازت لری او د حكومت لخوا د يو عالم انتخاب په هیڅ وجه قانونی چاره نۀ ده.
حسېن عبيدی چې د تيونس په يو ښار كښې د اسلام د سپكاوی نندارتون د جوړولو په دوران كښې یې خلق له امنيتی ځواكونو سره جنګ او تاوتريخوالی جوړولو ته دعوت كړی وو د تيونس د عدالت لخوا د الزيتونيه جومات له امامت څخه څنګته كړے شو.
د دغه جومات د امام له څنګته كېدو وروسته ځينې هغه ډلې چې ويل كیږی وهابيان دی د دغه امام په ملاتړ كښې سړكونو ته راووتل چې دغه موضوع د حكومتی ځواكونو له چټك غبرګون سره مخامخ شو. خو دغه تندلاری ملا له خپل موقف نه شا ته تګ ونكړ او حكومتی چارواكو ته یې دړكه وركړې ده.
به دنبال بركناری امام جماعت اين مسجد، برخی گروه‌ها كه گفته می‌شود سلفی هستند، به طرفداری از وی به خيابان‌ها ريختند كه اين موضوع با واكنش سريع نيروهای دولتی مواجه شد، ولی اين امام جماعت افراطی از مواضع خود عقب‌نشينی نكرده و مقامات دولتی را تهديد كرده است.
1075795
captcha