IQNA

د يورپ د تحقيق او فتوې شورا د زمری د مياشتې په ٢٩ نېټه وړوكے اختر اعلان كړ

19:52 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391182
نړيواله ډله: د يورپ دتحقيق او فتوې شورا د يوې بيانیې په جاری كولو سره اعلانو وكړ چې د نجومی محاسباتو له مخې د زمری د مياشتې ٢٩ نېټه د شوال د مياشتې وړومبۍ نېټه او د وړوكی اختر له ورځې سره سمون خوری.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سفير نيوز د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د يورپ د تحقيق او فتوې شورا چې مركزیې آئېرلېنډ كښې دے د يوې بيانیې په جاری كولو سره اعلان وكړ: د نجوم علم په اوسنۍ زمانه كښې ډېره ترقی كړې ده او په زيات دقت سره نمريز، قمری اوميلادی كليزونه ټاكلې شی. په حقيقت كښې دغه علم د اسلامی اخترونو او نورو مناسبتونو د صحيح وخت د معلومولو لپاره د هیڅ شك او شبې ځاے نۀ دے پرېښودے او د يورپ د تحقيق او فتوې شورا هم په دغه علم باندې په تكیې سره د زمری د مياشتې ٢٩ نېټه چې د اګست د مياستې له ١٩ نېټې سره سمون خوری د شوال د قمری مياشتې وړومبۍ ورځ اعلانوی.
همدارنګ په همدې لړ كښې د فرانس د مسلمانانو شورا هم اراده لری چې له نوی ميلادی كال څخه د علمی محاسباتو د كمېټۍ په جوړولو سره د مسلمانانو د استفادې لپاره د د نجوم د علم په بنياد قمری كېلېنډر برابر كړی چې له دې لارې د اسلامی اخترونو د وخت د ټاكلو لپاره د دغه هېواد د مسلمانانو ترمېنځ له تفرقې او بې اتفاقۍ څخه مخنيوے وشی.

1075449
captcha