IQNA

د ملېشيا پخوانی وزيراعظم د برما د مسلمانانو د ژغورنې غوښتنه وكړه

19:51 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391183
نړيواله ډله: د ملېشيا پخوانی وزيراعظم مهاتير محمد له اسلامی ملكونو څخه وغوښتل چې لاسونه دې له يو بل سره وركړ او د برما د مسلمانانو د رنځونو او دردونو د ختمولو كوشش دې وكړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ملېشيا خبری اېجنسۍ Bernama په نقل سره رپوټ وركړ، د ملېشيا پخوانی وزيراعظم وويل: په اطـمينان سره ويلې شم چې كه د اسلامی او غېر اسلامی ملكونو ټول مسلمانان كوشش وكړی نو ملګری ملتونه به هم د برما د مسلمانانو د نجات لپاره په اقدام كولو باندې مجبور شی.
مهاتير محمد په دوام كښې د برما له حكومت څخه هم وغوښتل چې د روهينګيا مسلمانان دې له دغه حالت څخه وژغوری.
د ملېشيا په زرګونو مسلمانانو او همدارنګ د روهينګيا مسلمانو مهاجرو په دې وروستيو كښې په كولالمپور كښې د برما د سفارت په مخكښې په راغونډېدو سره په دغه هېواد كښې د مسلمانانو قتل عام وغندۀ او د نسل كشۍ د بندولو غوښتنه یې وكړه.
د يادونې ده چې د ملېشيا حكومت د آ سه آن د يو قدرتمن غړی په توګه كولې شی د برما په حكومت او د دغې اتحادیې په نورو غړيو باندې په دباؤ راوړلو سره د برما د مسلمانانو په حالت باندې غور كولو ته مجبور كړی.
1075670
captcha