د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې د څانګې د رپوټ له مخې د دغې سيمې د مسلمانانو ټولنې وړمه ورځ د زمری د مياشتې په ١٩ نېټه اعلان وكړ دغه جومات د دغې سيمې دريم لوے جومات دے چې په جوړولو باندې یې يو مېليون او ٣٤ زره ډالر لګېدلی دی چې له دغه رقم څخ اوۀ لكه نوی زره ډالر د دغې اسلامی ټولنې لخوا او پينځه نيم لكه ډالر د دغې سيمې دمسلمانانو لخوا وركړې شوی دی.
دغې ټولنې څرګنده كړه: دې ته په پام سره چې د سيمې پراختيا او د مسلمانانو د شمېر زياتوالی ته په وجه به مسلمانان په جومات كښې د خپلو دينی چارو د ترسره كولو لپاره لرې سيمې ته تلل چې دد ې جومات په جوړېدو سره د ډولس سيمې د مسلمانانو دغه مشكل حل شو.
دغې ټولنې تاكيد وكړ: همدا اوس دغه جومات د ډولس د سيمې د مسلمانانو د ضرروياتو د پوره كولو نه علاو د خواوشا سيمو د مسلمانانو ضرورتونه هم پوره كوی او دغه جومات د واشنګټن ډی سی د دوو نورو جوماتونو په شان ٢٤ ګېنټې د مسلمانانو په اختيار كښې دے.
1074789