IQNA

د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون د نړيوالې برخې وروستۍ غونډه نن كیږی

19:51 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391188
نړيواله ډله: د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون د نړيوالې برخې اختتاميه مراسم نن د زمری د مياشتې په ٢٢ نېټه د امام خمينی (رح) نومې سترې مصلا كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون د نړيوالې برخې اختتاميه مراسم نن د زمری د مياشتې په ٢٢ نېټه د شپې له اوۀ بجو څخه د امام خمينی (رح) نومې سترې مصلا كښې د يو شمېر مسئولانو په ګډون سره جوړیږی.
د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون نړيواله برخه د زمری دمياشتې په نهمه نېټه افتتاح شو چې په دغه برخه كښې د مختلفو هېوادونو هنرمندانو او څېړونكو په دوو څانګو يعنې هنری او څېړنيزې څانګو كښې خپل آثار كېښودل او له مختلفو هېوادونو څخه د ښځو او سړيو په شمول يو شمېر قرانی او هنری ، علمی او څیړنيز شخصيونه په دغه برخه كښې د ګډون لپاره رابلل شوی وو.
په نړيواله برخه كښې ګډون كوونكی له بنګلا دېش، افغانستان، روس، فېلپائن، پاكستان، غنا، الجزاېر، تركی، لبنان ، تاتارستانړ بوسنيا او هرزګوينه او شام څخه وو چې خپل قرانی اثار یې په دغه برخه كښې وړاندې كړل.

1076673
captcha