د ايران قرانی خبری اېجنسۍ(اېكنا) د OnIslam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په امريكه كښې راروان صدارتی انتخابات د امريكې د مسلمانانو په خلاف د دښمنانه اقداماتو له يوې نوې څپې سره مل دی.
د امريكې په صدارتی انتخاباتو كښې د جمهوريت غوښتونكو نامزده ښځې مېشله بچمن هم له دې مخكښې په خپله وېنا كښیې د هېواد او حكومت په عهدو باندې د مسلمانانو له ګمارلو سره مخالف كړے او دا چاره یې په حكومت كښې د اسلام او اسلامی تفكراتو نفوذ ګڼلے دے. د مېشله بچمن، پیټر كېنګ او د دوی د ملګرو په شان د امريكې د سياستدانانو وېناوې او كردار ددې مطلب تائيدونكې دی چې هغه سياست چې دوی غوره كړے دے په اجتماعی چارو او سياسی فعاليتونو كښې له ګډون څخه د امريكې د مسلمانانو د څنګته كولو لپاره دے.
د سياسی چارواكو لخوا له اسلام څخه د ويرونې د تفكراتو القاء كول او د ستمبر د يولسمې پېښه په مسلمانانو پورې غوټه كول ددې سبب شوی دی چې د ستمبر د يولسمې د پېښې له ځاے سره نزدې د يو جومات په جوړول سره مخالف وشی او له دې واقعې ورسته په مسلمانانو باندې حملې او د هغوی زورول شروع شی.
1076035