د قرآن پاك د شلم بين المللی نندارتون د اطلاع رسونې د كمیټې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: پارس كلتوری او هنری مؤسسه چې د قرآن كريم په نندارتون كښې د نفيسو كتابونو د فيسټيوال اجرا كونكې ده، د قرآن مجيد او نهج البلاغه په زمينه كښې يوشمير ارزښتناك آثار وړاندې كوی چې په هغو كښې د خطی قرآنونو چاپی نسخه هم موجوده ده.
په دغه غرفه كښې د يونيسكو قرآنونه، د مرزا شفيع ارسنجانی قرآنی، نيريزی، الفی قرآنی او ناياب قرآنونه او همداراز نهج البلاغه او صحيفه هم وجود لری. دغه مؤسسه د ايران يوازنۍ خپرونديه ده چې د يونيسكو سازمان سره همكاری لری او د دغه مركز په نامه يو ځانګړے قرآن خپروی. 1075471