د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د ١٠ميليونو حافظانو د روزنې په هكله د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د فرمايشاتو په لړ كښې د قرآن كريم د حفظولو سره د مرسته كولو د وړمبنی پيكيج د مخ كتنې مراسم نن شپه يعنې د زمری د مياشتې په ٢٢نیټه چې د رمضان د مباركې مياشتې د ٢٣نیټې سره برابره ده، ماښام ٩بجې د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې ترسره كيدونكې ده.
د دغه رپورټ له مخې: دغه مراسم به د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير سيدمحمدحسينی، په پارليمان كښې د تهران د خلكو د استازی عليرضا محجوب، د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د رئيس حجت الاسلام والمسلمين حميدمحمدی او د قرآن كريم د يوه ډله مينه والو په شتون سره ترسره شی.
دغه پيكيج چې نوم ئې ((د حافظانو صحيفه)) دے، په هيواد كښې د قرآن كريم د حفظ وړومبنۍ تعليمی مرستندويه بسته ده چې د كلام الله مجيد په حفظ كولو كښې د آسانتيا لپاره طراحی يا ډيزاين شوې ده او د قرآن د زده كونكو سره مرسته كوی چې قرآن په ترجمې او تفسير سره زده كړی. 1076391