د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دغه عظيم تاريخی بدلون كې یې د ايرانی ملت د ځانګړی ځای په بيانولو سره ټينګار وكړ د پوهنتوالو په شمول ايرانی پوهان د تاريخ په دغه حساس پړاو كې په خپلو دندو په عمل كو لو سره كولې شی چې د نړۍ په نوی جوړښت كې د ايران د ځای له لوړاوی سره مرسته وكړی.
د رهبرۍ ستر مقام د نړۍ د ژورو بدلونونو د رامينځته كيدا د نخښو نښانو او شواهدو په بيانولو كې اسلامی ویښتيا ته اشاره وكړه او زياته یې كړه د بيلا بيلو اسلامی ملتونو ترمينځ په اسلام متكی ویښتيا او د هويت احساس بې مخينې نخښه ده چې د نړۍ په راتلونكی جوړښت كې د ژور بدلون خبر وركوی.
د رهبرۍ ستر مقام د اسيا په لويدیځ په سلطې كې د امريكا په مشرۍ د لويدیځ ما ته د اوسنی بدلون د پړاو يوه بله نښه وبلله او زياته یې كړه په دغې حساسې او مهمې سيمې د سلطې لپاره د امريكا ناكامه هڅه چې د عراق او افغانستان په پیښو كې ښكاره شوه د هغو ژورو بدلونونو بله نخښه ده چې نړۍ ورسره مخامخ ده.
د رهبرۍ ستر مقام په نړۍ كې د امريكا د څیړۍ ځوړتيا هغه بله نخښه وبلله چې ثابتوی نړۍ د يوه نوی وضعيت په لور خوځیږی.
له بلې خوا د رهبرۍ ستر مقام همدا راز د ايران په شمال لويدیځ كې په زلزلې پسې په يوه پيغام كې د دغې پیښې د تاوان ليدونكيو لپاره د هبر او اجر دعا وكړه.
د ايكنا له راپور سره سم د رهبرې د ستر مقام په پيغام كې راغلی دی د ختیځ اذربايجان په ولايت كې د زلزلې ترخه پیښه زمونږ د ژور غم سبب شوی ده.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دغه پيغام كې د وژل شويو كسانو لپاره د خداوند متعال د رحمت، د ژوبلو كسانو لپاره د شفای عاجل او د تاوان ليدونكيو او وژل شويو كسانو د خپلوانو لپاره له خداوند متعاله د صبر او اجر دعا وكړه.
د رهبرۍ سترمقام جوته كړه، ضروری ده چې ګران مسولان او ملت د پیښې ليدونكيو د مصيبتونو د كمولو لپاره خپله مرسته په كار واچوی.
1077082