IQNA

د مقاومت په فېسټيوال كښې له څلورو سوو نه د زياتو فېلمونو شتون

22:55 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392164
د هنر ډله: د مقاومت د فېسټيوال د نړيوالې څانګې ډائرېكټر وويل: د مقاومت او مقدسې دفاع په نړيوال فېسټيوال كښې تر پرون ورځې د زمری د مياشتې تر ٢٢ نېټې پورې د دنيا له يو نيم سل ملكونو څخه څه د پاسه ٤٠٠ عنوانه فېلمونه ترلاسه شوی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مقدسې دفاع او مقاومت د فېلم د نړيوال فېسټيوال د عامه تعلقاتو په نقل سره رپوټ وركړ، د دغه فېسټيوال د نړيوالې څانګې ډائرېكټر محمد حميدی وويل: په دې دوره كښې د تېرې دورې له برخو منجمله اوږد سنيمائی فېلم، لنډ فېلم، مستند فېلم، د لبنان او غزې فېلم وغېره نه علاوه سږ كال پكښې د عماد مغنيه تر عنوان لاندې د سيالی برخه هم زياته شوې ده چې تر اوسه پورې د دنيا د مختلفو ملكونو فېلمسازانو لخوا يو شمېر خاص فېلمونه په دغه برخه كښې د ګډون لپاره د فېسټيوال دفتر ته رارسېدلی دی.
هغۀ په دوام كښې وويل: د فېسټيوال د نړيوالې برخې فېلمونه به د سياليو په دريو يعنې د اوږدو فېليمونو سيالۍ، د مستندو فېلمونو سيالۍ او د عماد مغنيه خصوصی فېلمونو سيالۍ په برخو كښې سيالی وكړی. دغه فېلمونه به د اسلامی بېدارۍ او مقاومت ، له نړيوال استكبار سره مقابله، له دهشتګردۍ او نړيوال صهيونېزم سره مقابله، د سرمايه دارۍ په خلاف احتجاجی غورځنګ ((وال سټریټ)) او په دنيا كښې د ډېموكرېسۍ غوښتنې او خپلواكۍ غوښتنې غورځنګونه وغېره موضوعاتو او عنوانونو سره انتخابیږی.
هغۀ زياته كړه: د مقاومت او مقدسې دفاع په نړيوال فېسټيوال كښې تر پرون ورځې يعنې د زمری د مياشتې تر ٢٢ نېټې پورې د دنيا له يو نيم سل ملكونو څخه څه د پاسه ٤٠٠ عنوانه فېلمونه ترلاسه شوی دی چې دا اندازه ډېره زياته ده
1076746
captcha