نړيواله: د مسلمانانو محصيلينو د قران شريف د حفظ او قرائت نړيوالې سيالۍ د دغې طبقې انګيزه او په ځان باندې اعتماد زياتوی او دغه سيالۍ د خداے دګران رسول (ص) د دې مبارك حديث چې «خيرُكم من تعلّم القرآن وعلّمه» ((يعنې په تاسو كښې ترټولو غوره هغه څوك دے قران ياد كړی او نورو ته یې ورزده كړی)) څرګند مصداق دے.
د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو په څلورمه دوره كښې د ټول قران د حفظ په څانګه كښې د هندوستان نمائنده محمد مجاهد د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې خبرې په بيانولو سره وويل: د مسلمانو محصيلينو د قران شريف سيالۍ د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا يو مهم او غوره حركت دے او د قران شريف د اهتمام په زمينه كښې په نبوی (ص) سيرت باندې د عمل په لړ كښې يو حركت دے.
محمد مجاهد په دوام كښې زياته كړه: د دا ډول سيالۍ د محصيلينو ترمېنځ د قران شريف د حفظ او د دغه الهی كتاب دتعليماتو درك او فهم ته د ګروهنې په تقويتولو كښې زياتې موثرې دی او دا ستر او معنوی مراسم د نړۍ د مختلفو سيمو د مسلمانو ځوانو محصيلينو يووالې په ځانه پسې لری.
هغۀ څرګنده كړه: پكار دی رسنې (مېډيا) د سيالانو ترمېنځ سيالۍ ته ښۀ كورېج او پوشش وركړی ځكه چې دا چاره به د دې سبب شی چېدنړۍ عامه افكار به د قران شريف په حقله له واقعاتو څخه خبر شی او داسلامی امتلپاره به يو لړ ارزښتناك نتائج ولری.
هغۀ په اخېر د مسلمانو محصيلينو په قرانی سياليو كښې د ښځو د ګډون په ضرورت باندې په تاكيد سره يادونه وكړه چې حافظانې او قاريانې ښځې هم يو لړ توانمنۍ لری چې په دغو سياليو كښې په ګډون سره به دغه توانمنۍ څرګندې شی او تقويت به پېدا كړی.
1071553