د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV په نقل سره رپوټ وركړ، د روهېنګيا د مسلمانانو په كېمپونو كښې د خوراكی موادو او درملو سخت كمښت موجود دے او په دغو كېمپونو كښې چې څلوېښت ورځې مخكښې جوړ كړې شوی دی تر اوسه اتلس كسان منجمله ماشومان مړۀ شوی دی.
په داسې حال كښې چې دا يو سركاری كېمپ دے او له هغو كېمپونو څخه چې په نورو كليو او ښارونو كښې دی او حالت یې بد او خراب دے لږ ښۀ حالت لری او حكومت یې د كتنې اجازه وركړې ده . د نورو كېمپونو حالت چې له دې سركاری كېمپ نه څو چنده بد او خراب حالت لری زياتې اندېښنې رابرسېره كړی دی.
د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د كمېشن چارواكو د برما سركاری ځواكونه په دغه هېواد كښې د تشدد او قتل عامونو عاملان بللی دی او باوری دی چې دغه ځواكونه په ځاے د دې چې د تشدد او قتل عام دا حالت ختم كړی په مسلمانانو باندې حملې كوی. او د مسلمانانو په سيمو كښې یې د بنديزونو په لګولو سره هغوی له سختو مشكلاتو او ستونزو سره مخامخ كړی دی.
1076457