IQNA

د الكوثر قرانی سيالۍ په درويشتمه شپه كښې د حسېن يزدان پناه تلاوت

22:55 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392171
نړيواله ډله: ايرانی قاری حسين يزدان پناه د الكوثر نړيوال چېنل د ((ان للمتقين مفازا))نومې د قران شريف د تلاوت د ټيلی ويژنی سيالۍ په درويشتمه شپه له خپلو مصری،عراقی او لبنانی سيالوسره سيالی وكړه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د دغو سياليو په درويشتمه شپه چې له ايران ، عراق، مصر او لبنان څخه د څلوروقاريانوپه ګډون سره جوړې شوې له مختلفو هېوادونو څخه څلورو داورانو په ګډونكوونكو باندې څارنه وكړه او په اخېر كښې یې د سيالو كسانو په باره كښې خپل نظراعلان كړ.
د سيالۍ په اخېری برخه كښې د سياليو په باره كښې د داورانو نظرونه وړاندې شول. د اعلان شويو ټولو امتيازاتو په اعلانولو سره د مصرقاری ٨٥٠٥ امتيازات، ايرانی قاری ٩٠.٢٥ امتيازات، عراقی قاری ٨٧.٢٥ امتيازات او لبنانی قاری ٨٣.٥ امتيازات ترلاسه كړل.
او همدارنګ د الكوثر چېنل د ((ان للمتقين مفازا)) نومې د قران شريف د سيالۍ په درويشتمه شپه د عراق د نامتو قاری رافع العامری لخوا د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ابتهال خوانۍ په كولو سره دغه مراسم ختم شول.
1076424
captcha