IQNA

15:41 - August 14, 2012
د خبر لمبر: 2393015

سردار جزايری: په فارس خليج كې د بیړيو بشپړ امنيت د امريكې په وتلو سره پوره كيدلی شی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د وسله وال ځواك درستيزوالۍ د دفاعی كلتور او رضاكارو د چارو مرستيال تورن جنرال سيد مسعود جزايری نن زياته كړه كه د نړۍ هيوادونه د فارس خليج او هرمز تنګی له لارې د بیړيو او تجارتی چارو د امنيت ټينګيدا غواړی نو بايد له دغې سيمې د امريكائی عسكرو د وتلو لپاره پر دغه استعماری هيواد د دباونو په خاطر يو لړ تمهيدات وكاروی.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له امينی ځواكونو ويب پاڼې یې نقليو چې سردار جزايری په هرمز تنګی كې د جاپان له تيلی كشتۍ سره د امريكائی بیړې د ټكر په باب وويل بې له شكه په سيمې او فارس خليج كې د امريكائی عسكرو شتون د امنيت او ثبات خنډ دی او دغه ډول پیښې د اټكل وړ دی.
هغه د فارس خليج د څنډې هيوادونو مشرانو ته په خطاب كې هم وويل د سيمې هيوادونه بايد هڅه وكړی څو په دغې سټراټيجيكې او بلارې كې د كشتۍ چلونې امنيت په بشپړ ډول ټينګ شی.
سردار جزايری ټينګار وكړ د ايران اسلامی جمهوريت په ځلونو ويلی دی چې د سيمې هيوادونه پخپله د سيمې د بشپړ امنيت د تامينولو جوګه دی او د پوره كيدا شرط ئې هم له سيمې د امريكائی عسكرو وتل دی.
1078293
captcha