د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Jafarria Press»، یې نقلوی چې سيد ساجد علی نقوی په دې پيغام كې د پاكستان ملت د خواخوږی پيغام خپلو ايرانی روژه دارو او غمجنو مسلمانانو وروڼو ته څرګند كړ.
هغه په دې زلزلې كې د قربانيانو له خپلو خپلوانو او تاوان ليدونكو خلكو سره خواخوږی ښودلې او له زلزله ځپلو سره ئې د هر ډول مرستو ته د پاكستان ولس د چمتوالی اعلان كړې دی.
راپورونه ښئ د ايران په آذربايجان ختیځی ولايت كې د اهر ولسوالۍ پهّ مركزيت سره د شپږاعشاريه دوه ريشټر زورورې زلزلې له امله او دغه راز وروسته د شپږريشتره په قدرت سره د بلې زلزلې له امله چې د دغه ولايت په ورزقان ولسوالۍ كې رامينځته شوه د وروستيو راپورونو په اساس پكې لږترلږه څلور نيم سوه كسان مړه او كابو دوه زره نور ټپيان شوی دی.
1078553