د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان له عمومی روابطو یې نقلوی چې د فلسطين منتخب لومړی وزير اسماعيل هنيه زېاته كړه د فلسطين ملت د مقاومت په دوام سره به صهونيسټ رژيم ته ماتې وركړی او خپل حق به ترلاسه كړی، ځكه دغه رژيم په نهايت كې له مينځه تلونكی دی.
ښاغلی هنيه له صهونيسټانو سره له هرډول سازبازسره په مخالفت سره زياته كړه د مقاومت وسله يوازې د صهونيسټ رژيم په وړاندې ده او يوازې د دغه تيریګر رژيم په مقابل كې به وكارول شی.
د فلسطين منتخب لومړی وزير د ايران داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمينی رحمه الله عليه په نوښت د قدس د نړيوالې ورځې په توګه د روژې د مباركې مياشتې د وروستۍ ورځې نومولو ته په اشارې سره وويل په دغه ورځ به مسلمان ملتونه د فلسطين له ملت سره بيعت نوی كړی چې فلسطين ته د ملتونو د اهميت ښودنه كوی او انشاءالله نيواكګر به له مينځه لاړ شی.
د فلسطين منتخب لومړی وزير اسماعيل هنيه هم دا راز د سيمې اسلامی ویښتيا ته اشاره وكړه او روښانه ئې كړه د دغې اسلامی ویښتيا سرچينه د ايران اسلامی انقلاب دی او په سيمې كې اسلامی ویښتيا د قدس او د فلسطين د ملت لپاره د بری زيری لری.
1077934