IQNA

د مرسی په شتون سره د مصر د قران د نړيوالو سياليو د برترو كسانو قدرونه وشوه

19:35 - August 14, 2012
د خبر لمبر: 2393065
نړيوله ډله: د مصر د قران شريف د نړيوالو سياليو د شلمې دورې كامياب كسان وړمه شپه د زمری د مياشتې په ٢٢ نېټه د مصر د ولسمشر، د شېخ الازهر او د دغه هېواد د مفتی په شتون سره د مصر په نصر ښار كښې دالازهر د غونډو په هال كښې قدرونه وشوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر د الاهرام د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ روكړ، د مصر د قران شريف د نړيوالو سياليو د شلمې دورې په اختتاميه مراسمو كښې د دغه هېواد ولسمشر محمد مرسی، د الازهر شېخ احمد الطيب، د مصر د اوقافو وزير طلعت عفيف، وزيراعظم او د مصر يو شمېر وزيرانو، دينی ، ملی او اجرائی مشرانو او همدارنګ د پوهنتونونو مشرانو او د عربی او اسلامی هېوادونو يو شمېر سفيرانو ګډون وكړ.
د مصر نمائنده احمد مصطفی عبدالعزيز محمد فرج د دغو سياليو په وړومبنۍ څانګه كښې چې د تجويداو ترتيل د قواعدو په خيال ساتلو سره د څوارلسمې پارې له تفسير سره مل د ټول قران شريف په حفظ بانېد ې مشتمله وه وكړې شول اوله رتبه حاصله كړی چې ٧٥ زره مصری ((جنيه)) ورته ډالۍ كړې شول او د قطر نمائنده عبدالعزيز عبدالله علی الحصری هم په دغه څانګه كښې دويمه رتبه ترلاسه كړه او ورته پنځوس زره مصری جنيه ډالۍ كړې شول.
په دغو مراسمو كښې همدارنګ د سياليو په دويمه ، دريمه، څلورمه او پينځمه څانګو كښې كاميابو كسانو ته په ترتيب سره مختلف مقدار مصری جنيه وكړې شول.
د مصر د قران شريف د نړيوالو سياليو شلمه دوره د زمری د مياشتې په ١٦ نېټې نه په قاهره كښې شروع شوې وه او په پينځو څانګوكښې پكښې سيالو كسانو چې له مختلفو هېوادونو څخه راغلی وو سيالۍ وكړې.
دغه سيالۍ د مصر د اوقافو د وزارت په اهتمام او دالازهر د اسلامی مركز په ملګرتيا سره وشوې او له مصر او د نړۍ له نورو ٦١ هېوادنو څخه نوی تنو سيالو پكښې ګډون لرۀ.
د اوقافو وزير له وېنا نه وروسته داوقافو د وزارت خصوصی ډالۍ د مصر دملت منتخب ولسمشر محمدمرسی ته وركړه.
1077361
captcha