IQNA

د اسلامی تعاون تنظيم عمومی سېكتر په آذربائيجان كښې په زلزلې باندې خواخوږی څرګنده كړه

19:34 - August 14, 2012
د خبر لمبر: 2393066
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو د يو بيانیې په جاری كولو سره د ايران په شمال لويدیځ كښې دزلزلې په پېښه باندې خپله خواخوږی څرګنده كړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OIC د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،احسان اوغلو د ختیځ آذربائيجان صوبې د سلګونو كسانو د وژل كېدو او د دغې صوبې د يو شمېر ښارونو د ورانېدو په حقله اعلان وكړ، د دغې پېښې خبر ما ته سخته صدمه راورسوله.
هغۀ د ايران د اسلامی جمهوريت حكومت او خلقو ته د تسليت په ويلو سره د دغې پېښې د قربانيانو له كورنيو سره خپله خواخوږی څرګنده كړه.
هغۀ وويل: د اسلامی تعاون تنظيم په ختیځ آذربائيجان سيمه كښې خپلو مسلمانو وروڼو خوېندو ته د هر ډول مرستې رسولو ته اماده دے.
د اسلامی تعاون تنظيم همدا رنګ له ايرانی مسئولانو څخه دد غې پېښې پسماندګانو ته د فوری مرستو رسونو په خاطر قدونه وكړه او وې ويل: هيله لرو چې د روژې دمباركې مياشتې په بركت به د ايران خلق په دې مصيبت باندې صبر او زغم كښې كاميابی حاصله كړې شی.
1077296
captcha