IQNA

اماراتو په برما كښې د تاوتريخوالود ختمولوغوښتنه وكړه

19:34 - August 14, 2012
د خبر لمبر: 2393068
سياسی ډله: متحده عرب اماراتو له نړيوالو ټولنو څخه د برما د مسلمانانو په خلاف د تاوتريخوالو او تشدد د ختمولو او د هغوی په چارو باندې د غور كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شېخ عبدالله بن زائد آل نهيان پرون د زمری د مياشتې په ٢٣ نېټه په برما كښې د قومی تاوتريخوالو په اړه وويل: د راهينګيا صوبې ګڼ شمېر مسلمانان قتل عام شول، د سلګونو خلقو ژوند په خطر كښې دے او په زرګونو كسان بې كوره او بې اوره شول.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير په يو خط كښې د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته په خطاب كښې څرګنده كړه: نړيواله ټولنه پكار دی په ټينګتيا سره د برما له حكومت څخه وغواړی چې د دغه هېواد د مسلمانانو په خلاف له تشدد او څخه د مخنيوی لپاره عملی ګامونه واخلی.
هغۀ زياته كړه: د هغو عواملو فعاليت چې په برما كښې د مسلمانانو په خلاف د بشری حقوقو او نړيوالو كنونشنونو اصول ترپښو لاندې كوی پكار دی د دغه هېواد د حكومت لخوا بند شی.
1077953
captcha