د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د journaldumusulman د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د الجزائر د اوقافو او دينی چارو د وزارت د اطلاع رسونې سلاكار عده فلاحی څرګنده كړه: د ٢٠١٢ كال په وړومبنيو شپږو مياشتو كښې ٥٦ خارجی سړيو او ٣٠ ښځو د الجزائر په جوماتو كښې په حاضرېدو سره د اسلام مبين دين قبول كړے دے.
هغۀ زياته كړه: د دغو كسانو اكثريت فرانسويان دی خو د هغوی ترمېنځ چينيان، امريكنيان، روسيان، ایټاليايان ګابونيان، فېلپېنيان، نېپاليان او افريقنيان هم ليدل كیږی.
هغۀ په دوام كښې وويل: له دغو كسانو نه علاوه د روژې د مباركې مياشتې له شروع څخه تر اوسه په اوسطه توګه هره ورځ يو غېر مسلم د شهادتېنو په ويلو سره د اسلام مبين دين قبول كړے دے.
هغۀ زياته كړه: له دې وروسته چې اجتماعی ارامښت او خلاصه سياسی فضا په هېواد كښې رامنځته شوه او بهرنی مزدوران زيات شول مونږ د اسلام مبين دين ته د خلكود ګروهنې كتونكی يو.
1078585