د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د پوهنتونی برخې د پائې مراسم وړمه ورځ مازدیګر د زمری د مياشتې په ٢٣نیټه له ٠٥:٣٠ نه تر ٨:٠٠ بجو پورې د يوه ډله استاذانو او مسؤلانو په شتون او د ډول ډول برنامو په اجرا كولو سره ترسره شول.
د دغه رپورټ له مخې، د روغتيا، درملنې او طبی زده كړې د وزارت د محصلينو او كلتوری چارو مرستيال محمدحسين آيتی، د علومو، تحقيقاتو او ټيكنالوجۍ د وزارت فرهنګی مرستيال غلام رضا خواجه سروی او د پوهنتونی جهاد كلتوری مرستيال علی رضا زجاجی په دغو مراسمو كښې له ګډون كونكو شخصيتونو څخه وو.
1077780