IQNA

1:01 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2393193

د قدس د ورځې په لاريون كښې د ګډون لپاره خلكو ته د آيت الله هاشمی رفسنجانی بلنه

سياسی ډله: د نظام د مصلحت د تشخيص د تنظيم رئيس په يو پيغام كښې د ايران له خلكو نه وغوښتل چې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون كښې دې حماسی او انقلابی شتون ولری.

د نظام د مصلحت د پيژندنې دتنظيم د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د نظام د مصلحت د تشخيص د تنظيم رئيس آيت الله هاشمی رفسنجانی په يو پيغام كښې د قدس د ورځې په لاريون كښې د پراخ ګډون لپاره خلكو ته بلنه وركړه.
د دغه پيغام د متن ځينې برخې داسې دی:
له كله نه چې د ارواښاد امام له مدبرانه نوښت سره د روژې د مباركې مياشتې وروستۍ جمعه ((د قدس نړيواله ورځ)) نوموله شوې ده، د نړۍ په يوه مهمه جغرافيائی سيمه كښې د صهيونزم د غاصب رژيم واكمنان ځانونه د نړيوالو عامه افكارو په دباؤ كښې وينی او هركال د رمضان د مباركې مياشتې په پيليدو سره د قدس د ورځې په لاريون كښې د خلكو د ګډون د كمولو او د سيمې په معادلاتو باندې د دغه لاريون د اغيزو د كمولو په فكر كښې لویږی.
خو د روژې په مباركه مياشت كښې د اسلامی نړۍ د يوې ډيرې مهمې مسئلې په هكله د ارواښاد امام خمينی(رح) سياسی تدبير او خاص عبادی اعمال او د ايران او د اسلامی نړۍ په ډيرو نورو سړكونو كښې د ولسی سيلاب رامينځته كيدل د وخت په تيريدو سره د ولسونو د بيدارۍ كلتور شوے دے.
زۀ او د نظام د مصلحت د تشخيص د تنظيم غړی د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون كښې په شتون سره د ټول هيواد د خلكو او د نړۍ د مسلمانو ولسونو له ټولو پرګنو ته بلنه وركوم چې سږكال هم په دغه لاريون كښې د تيرو كلونو په شان يو حماسی او انقلابی ګډون او شتون ولری. 1078773
captcha