IQNA

صهيونسټی ضد بهير او د مقاومت جبهه د نړۍ په ټولو مسلمانانو كښې جرړه لری

1:01 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2393194
سياسی ډله: د ايران د دفاع وزير په سوريه كښې له ترهګرو څخه د امريكې، لويدیځ او ځينو نورو هيوادونو په حمايت كښې جانبدارانه تحركات او اقدامات د مقاومت د جبهې د ماتولو په لاره كښې وبلل او څرګنده ئې كړه: صهيونسټی ضد بهير او د مقاومت جبهه د يو ميليارډ نه د زياتو مسلمانانو مسلمانانو په اعتقاد، تفكر او روح كښې جرړه لری او په دا ډول سپيرو اقداماتو سره به د مقاومت جبهه لا مقاومه او د قدس د خلاصولو لپاره به د هغوی هوډ او اراده لا كلكه شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د وسله والو ځواكونو قومندان او د ايران د دفاع وزير سردار ډګروال احمدوحيدی د دفاع وزارت د دفاعی ډيپلماسۍ د كمیټې په غونډه كښې په يو لړ ويناو كښې د قدس ورځ د فلسطين د ولس د سترې اډانې او د قدس د خلاصون او ژغورنې لپاره د نړۍ د مسلمانانو د اميد او د تكیې د ټكی په توګه ياده كړه او وئې وئيل: د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون كښې ميليونی شتون د قدس د آزادۍ لاره هواروی.
دوی د قدس ورځ د عظيم الشان ارواښاد امام د يو ارزښتناك يادګار په توګه ياده كړه او زياته ئې كړه: د قدس ورځ د اسلامی بيدارۍ الهام بخښونكې ده.
دوی په دې بيان سره چې د فلسطين د آرمان پوره كيدل او د قدس شريف خلاصيدل د صهيونسټی رژيم سره په جوړجاړی او د امريكې سره په همكارۍ سره نه عملی كیږی، ووئيل: د امريكې او لويدیځ چارواكو او واكمنان نه يوازې د فلسطين د مظلوم ولس د حقوقو لپاره د ارزښت قائل نه دی بلكې دصهيونسټی ضد مقاومت د جبهې د ماتولو لپاره له هر فرصته استفاده كوی. 1078426


captcha