IQNA

د قدس د نړيوالې ورځې نومولو د امام خمينی(رح) د سياسی تفكر ژورتيا څرګنده كړه

19:15 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394040
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت پوځ د قدس د نړيوالې ورځې په قدرونې او نمانځنې سره اعلان وكړ: د حضرت امام خمينی(رح) لخوا د قدس د نړيوالې ورځې په توګه د روژې د مباركې مياشتې د وروستۍ جمعې نومول د دوی د سياسی تفكر د ژورتيا او له هغه امت څخه د هراړخيز حمايت ښودونكی دی چې د زروويونكو سره د جهاد او مقابلې لارې ته ئې د هغوی سره د ملګرتيا په ذلت باندې ترجيح وركړه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اسلامی جمهوريت پوځ د يوې بيانیې په صادرولو سر د قدس د نړيوالې ورځې د رارسيدو قدرونه وكړه.
د دغې بيانیې د متن ځينې برخې داسې دی:
د حضرت امام خمينی(رح) لخوا د قدس د نړيوالې ورځې په توګه د روژې د مباركې مياشتې د وروستۍ جمعې نومول د دوی د سياسی تفكر د ژورتيا او له هغه امت څخه د هراړخيز حمايت ښودونكی دی چې د زروويونكو سره د جهاد او مقابلې لارې ته ئې د هغوی سره د ملګرتيا په ذلت باندې ترجيح وركړه.
بې له شكه نن سبا په مسلمانو هيوادونو باندې د اسلامی بيدارۍ د وږمې په الوتلو سره د دې ورځې اهميت لا په ډاګه شوې دے او مسلمان خلك له تل نه په زياته اندازه د هغو مستبدو واكمنانو چې يوازې د خپل تخت و تاج په فكر كښې دی او د اسلامی انقلاب د تفكر ترمينځ په فرق باندې ښه ترا پوه شوی دی چې ټوله اندیښنه او فكر ئې د اسلام او د اسلامی امت برخليك دے.
د قدس ورځ نه يوازې له صهيونسټی غاصب رژيم څخه د اسلامی امت د كركې ورځ ده بلكې د نړۍ له كمزورو او مستضعفينو څخه د حمايت ورځ ده. 1079562
captcha