د قران شريف ٢٢ كلن قاری او د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو د په څلورمه دوره كښې د پاكستان نمائنده مبشر دلاور د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ سره په مركه كښې د مسلمانانو د وحدت په پراختيا باندې د دغو سياليو مثبت اثر ته په اشارې سره وويل: هم هغه شان چې پوهیږو اسلامی امت د فرقه ايزو، نسلی، ژبنی او ثقافتی فرقونو په وجه له بې اتفاقۍ سره مخامخ شوے دے، حال دا چې له بلې خوا مغربی ملكونو خپلو ټول اختلافات او فرقونه يوې خوا ته اېښودی دی او د اسلام په خلاف په يو متحده محاذ باندې بدل شوی دی. په اوسنيو حالاتو كښې قران شريف د دنيا د مسلمانانو ترمېنځ يوازېنے ارتباطی پل او د هغوی ترمېنځ د وحدت او ورولۍ عامل دے او ايران د دنيا يوازېنے ملك دے چې په دې لړ كښې يعنې له قران سره په تمسك سره د اسلامی وحدت د پراختيا لپاره اهم كردار ادا كوی.
هغۀ زياته كړه له اسلامی انقلاب نه پس ايران د د قران شريف د نړيوالو سياليو په شمول د مختلفو قرانی فعاليتونو له لارې د مسلمانانو ترمېنځ د پېوستو، يووالی او سولې د پراختيا لپاره له خلوص نه ډكې هلې ځلې شروع كړی دی. ايران د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې د ګډون لپاره دمختلفو اسلامی ملكونو په رابللو سره په دې چاره كښې مرسته وكړه چې د دغه هېواد په حقله د مختلفو ملكونو غلط تصورات ختم شی.
دلاور چې د پاكستان د اسلام اباد د نړيوال پوهنتون د حقوقو او شريعت د څانګې محصل دے وويل: اكث> خلق په عربی ژبه نۀ پوهیږی نو ځكه د قران شريف په معنا او مفهوم باندې هم نۀ پوهينږی په داسې حال كښې چې يو كس تلاوت كوی نو پكار دی چې د مقاماتو او نغماتو د صحيح ادائیګۍ لپاره دقران شريف د ايتونو په معنا باندې پوه شی او درك یې كړی. مثلاً يو قاری هغه ايتونه چې د دوزخ د عذاب متعلق دی په يو خاص آهنګ او طرز سره چې ((مقام صبا)) ورته ويلې شی د غم او درد په بيانولو كښې استعمالیږی تلاوت كړی اوس كه قاری دغه ايتونه ((رست)) يا ((بيات)) او يا ((نهاوند)) مقام كښې تلاوت كړی نو معنا به ورنكړی. ځكه چې دغه مقامات د خوشحالۍ او ښادۍ لپاره استعمالیږی نو ځكه د قران يو قاری ته پكار دی چې هغه ايتونه چې غواړی تلاوت یې كړی د هغو په ترجمه تفسير پوهیږی.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې په پاكستان كښې په ملكی سطح د قران سيالۍ كیږی خو په بين الاقوامی سطح نه كیږی زياته كړه چې پاكستان يو اسلامی هېواد دے نو پكار دی چې هلته هم د حكومت په سرپرستۍ د قران شريف بين الاقوامی سيالۍ جوړې شی.
هغۀ د حكومت په سرپرستۍ كښې په نړيواله سطح د ايران د اسلامی جمهوريت د قرانی فعاليتونو د قدرونې په ترڅ كښې وويل د ايران اسلامی جمهوريت ايران د دنيا يوازېنے ملك دے چې په دې لړ كښې يعنې له قران سره په تمسك سره د اسلامی وحدت د پراختيا لپاره اهم كردار ادا كوی.
1073514